جنګسالارانو په سرپل کې پر 12 کلنې نجلی تیری وکړ
پنځه وسله والو تیره ورځ د هیواد په شمالی ولایت سرپل کې د یوې کورنۍ د ټولو غړو د وهلو ټکولو وروسته پر یوې 12 کلنې نجلۍ تیری وکړ. دا لومړی ځل نه دی چې د هیواد په شمال کې په ډله ییزه توګه پر میرمنو تیری کیږی. پولیس ویلی چې ښایی دغه کار د کورنیو شخړو پایله وی، خو له هغه ځایه چې د هیواد د شمالی ولایتونو په زیاترو سیمو کې جنګسالاران واکمن دی، پرته له کوم شک په دې پیښې کې د جنګسالارانو لاس دی چې د داسې وحشیانه کړنو په کولو عادت دی او پر دې هم پوهیږی چې هیڅوک ورنه پوښتنه کولای نشی.
دغې کار د هیواد ولسمشر په قهر کړی، دغه عمل یې وحشیانه بللی او د پیښې د څیړلو امر یې ورکړی. ولسمشر ښایی له یاده ویستلی وی چې تر اوسه د هغه په امر هیڅ پیښه څیړل شوې نه ده او که شوی هم وی، عاملانو ته یې چا جزا ورکړې نه ده. که د هیواد ولسمشر په هماغه وخت کې له قاطعیت نه کار اخیستی وای او څو تنه یې په دار ځړولی وای، اوس به نورو وحشیانو د داسې ناوړه عمل فکر هم کړی نه وای، خو له هغه ځایه چې دولت د جنګسالارانو دی، وسله وال یې د هیواد په هره سیمه کې پرانیستی لاس لری او کولای شی په رڼا ورځ د خلکو پر کورونو برید او پر میرمنو او نجونو تیری وکړی.
|