زما د یادونو ځانګو د اور په لمبو کې

 

زما د یادونو ځانګو د اور په لمبو کې  

 

باجورباجوړ زما د یادونو او ماشومتوب ځانګو ده. ښه مې په یاد دی چې هغه وخت زموږ د کور شاوخوا یوازې یو یا دوه کورونه وو. هرې خوا ته بس ښکلا او ښایست پروت و. نه شور و، نه دوړه، نه موټرې او نه سوځول او وژل. د باجوړ غاټول، ریدی، شړشم، جوار، غنم، ښکلې هوا، خْوَړ، اوبه، سهار، مازیګر، شپه او ورځ ښایسته وه. د هرې ورځ په تیریدو سره به نوی کډوال راتلل او زموږ د کور شاوخوا ته چې یو وخت د کر ځمکې وې، کورونه جوړول. افغان کډوال دومره زیات شول چې زموږ د سیمې په بازار کې چې هغه وخت په کې یوازې د انبالی خان یو دوکان و، مارکیټونه او آن د میچې، مالګې، څپلکو او کنګل فابریکې جوړې شوې او د څو کلینیکونو او درملتونونو خاوند شو. دغه بازار د عمری بازار په نوم مشهور و چې له ډمه ډولې نه زیات واټن نه لری. ډمه ډوله هغه سیمه ده چې څه موده وړاندې تر امریکایی هوایی برید لاندې راغله. 

 

 

زه به هر سهار له خپل پلار او تره سره د افغان مهاجرو یوه ښوونځی ته چې په جومات کې و، تللم. پلار مې په ښوونځی کې سرمعلم و او تره مې په دریم ټولګی کې و. کله به مې ژړل او بهانې به مې کولې چې نه ځم، ځکه تر هغه ځایه لاره زیاته وه او زه چې ماشوم وم، ستړی کیدم. خو کله چې به رخصت شولو، له نورو ماشومانو سره یو ځای په خندا او خوشحالۍ د کور خوا ته روانیدو او وچه ډوډۍ چې په بکسو کې به مو له ځانه سره راوړې وه، خوړله. دا زموږ تر ټولو ښه خواړه وو. هغه مهال نه چا جوس پیژانده او نه لنچ باکس. زموږ کوچنۍ نړۍ پر وچې ډوډۍ آباده وه. له ښوونځی وروسته به مو له نورو ماشومانو سره خپلې بزې (وزې) خْټْکی ته د څر لپاره خیژولې او هلته به مو لوبې کولې.

 

زموږ کورنۍ په باجوړ کې پاتې شوه او زه د زده کړې لپاره له باجوړه لیرې د پاکستان سویل ته ولاړم، خو باجوړ زما په زړه کې ځای درلود. ما له باجوړ سره مینه درلوده او راباندې ګران و او هیڅکله به مې له یاده نه وت. کله چې به باجوړ ته راستون شوم، هماغه د ماشومتوب وختونه به مې را په یاد شول. له خپلو ترونو او نورو خپلوانو سره به خوَړ ته تللم، خْټکی ته به ختلم او د خپلو خپلوانو کره به تللم. د شپې په یوولس بجو به بهر ته وتلو او کله چې به هوا ګرمه وه، د لامبو لپاره به خْوَړ ته تللو. د هیچا په زړه کې ویره او ډار نه و. ټولو خپل ژوند په ورورګلوۍ او سولې کې تیروه. باجوړ د سولې او امن ځانګو وه. زموږ د کور پر بلۍ (بام) به غاټول شنه کیدل. 

 

په 1994 کې چې کله باجوړ ته ولاړم، یو ویرجن باجوړیباجوړ د جګړې ډګر ته ورته والی پیدا کړی و. هغه خْټْکی (پاڼ ته ورته غونډۍ چې باجوړو ورته خْټکی وایه) په سمڅو بدل شوی و. تورپټکو (پاکستانی طالبان) په هر ځای کې مورچلې کیندلې وې. لسګونه باجوړیان او افغان کډوال د تورپټکو او پاکستانی ملیشو په نښتو کې وژل شوی وو. ویر پر خلکو سیوری غوړولی و. باجوړ له توپان څخه مخکې آرامۍ ته شباهت درلود. د تورپټکیو تورې ورځې تیرې شوې او باجوړ یو وار بیا د غاټول ګلانو ته د هرکلی په حال کې و. د شړشمو ګلانو بیا پر باجوړ ژیړه لمن خپره کړه، غرونه او رغونه شنه شول، خْټْکی هم شین شو او موږ به د ماشومتوب وختونه په کې تازه کول، هر مازیګر به ورختلو او د عمری بازار، عنایت کلی، کمر سر، ډمه ډولې او نورو سیمو د ښکلا نظاره به مو کوله.  

 

خو چا داسې ګومان کاوه چې باجوړ به وسوځی او د سلګونو کلونو میشت خلک به یې کډوالۍ ته اړ شی؟ نن هغه باجوړ چې خلکو به په سندرو کې یادوه او ګلان یې مشهور وو، د ترهګرو او پاکستانی پوځ په جګړه کې سوځی، نور د غاټول او ریدی ګلونه د خلکو پر بلیو نه شنه کیږی، نور خلک خْوَړ ته د لامبو لپاره تللی نشی، خْټْکی بیا په مورچلو بدل شوی او له باجوړ نه شین لوګی پورته کیږی...  

 

زما د یادونو ځانګو سوځی، خو هیڅوک پرې زړه نه سوځوی. ځینې خو لا خوشحاله دی چې ښه شو پښتانه نور هم تباه شول...