زما د مینې ماشومان


زما د مینې ماشومان


د کونړ د سیند تر څنګ، د ننګرهار ولایت خیوې ولسوالۍ د کونړ سیند تر څنګ یو پشه یی ماشومته نږدې یو پشه یی ماشوم په داسې حال کې له خپلو همزولو سره لامبو ته راغلی چې زړې او شلیدلې جامې یې اغوستې وی. د هغه پر جامو باندې د خیرې پوښتنه خو اډو کوئ مه. جامې یې دومره خیرنې وې چې شاید هیڅکله پرېمینځل شوی نه وی. د دغه ماشوم نړۍ ښایی د کونړ سیند، لامبو او شلیدلې جامې وی.


د جمعې په ورځ له خپلو دوستانو سره جلال آباد ته تللی وم. هوا دومره ګرمه وه چې بالاخره مجبوره شولو لامبو ته ولاړ شو. زموږ یو ملګری د خیوې اوسیدونکی دی، هغه وویل چې د لامبو لپاره به د کونړ سیند ته ولاړ شو. کله چې موږ هلته ورسیدو، څو ماشومانو لامبو کوله، چې په منځ کې یې دغه ماشوم هم و. کله چې ما د هغه عکس اخیست، باور یې نه کاوه. ما ورڅخه وغوښتل چې دلته راشه چې عکس دې واخلم. زما په خبره پوه نشو، یو بل هلک ورته په پشه یی ژبه وویل چې عکس درله اخلی. مسکی شو او نږدې راغی.


ښایی دا د هغه د ژوندانه لومړنی عکس وی، ځکه چیرې او چا به له دې مخکې د هغه عکس اخیستی وی؟ او ښایی دغه عکس اخیستل د هغه لپاره یوه خاطره وی.