د اغیار د سترګو خار


د اغیار د سترګو خار


هلمندیان ویرجن دی او لښکرګاه له غمه سر پر زنګون ایښی. صمد روحانیمارجه ماتم نیولی، هرې خوا نارې سورې دی، سترګې اوښلنې او شونډې وچې. هر یو وایی: صمد یې ورژاوه، زموږ ګران صمد یې… های خلکه، صمد ځوانیمرګ شو، پوهیږئ ځوانیمرګ! تاسې د ځوانیمرګ په مانا پوهیږئ؟ زړه مې په درزهار او ساه مې ډوبه ډوبه شوه… لکه چې دا هماغه ګران صمد دی… آی خلکه، دا تاسې څه وایئ؟ صمد؟ نه صمد نه دی… دا به بل څوک وی؟ نه، نه… زه یې منلی نشم. صمد خو همدلته و. هغه ویل چې له کوم چا سره مرکه کوی…. دا هرومرو بل څوک دی، تاسې وګورئ دا به صمد نه وی… یوه چا په ژړا کې وویل: هو، دا هماغه صمد دی چی ځوانیمرګ شوی…. نه، داسې مه وایه اکا، صمد خو ویل چې ژر بیرته راستنیږی، نیازبینه لورکۍ یې ورته سترګې په لار ده، صمد هرومرو راځی…. زویه! صمد نور نه راځی، صمد یې رژولی، صمد د تل لپاره سترګې پټې کړی او نور نه راځی…. سر راباندې په څرخیدو او رڼا ورځ راباندې توره تیاره شوه… ای خدایه! دا څه اورم؟ صمد د تل لپاره ولاړ؟


صمده! دا د کوم غلیم له لاسه ستا خونه ورانه شوه؟ دا د کوم غلیم لښکر و چې ستا پر ځوانۍ یې هم زړه ونه سوځوه؟ ته خو د خپل دردیدلی ولس د سترګو تور وې. ستا سره خو هره شیبه د خپل ملت فکر و. تا خو به هڅه کوله چې د هغوی دردونه، کړاونه او ربړونه د نړۍ غوږونو ته ورسوئ. کله لښکرګاه، ګرمسیر، سنګین او کله به په موسی کلا کې وې. نه دې ورځ پیژنده نه دې شپه. د هلمند په دوړو کې ورک وې او د ولس د ستونزو رپوټونه دې چمتو کول. خو دا هر څه داسې سمدستی ولې راپیښ شول؟


صمده! ستا یاد به نه یوازې د هر هلمندی چې د هر احساس لرونکی افغان په زړه کې د تل لپاره وی. د هیواد د سولې او سوکالۍ دښمنان د ګلانو د پاڼو په رژولو سره د خلکو د پرمختګ مخه نیولی نشی. د تورمخو دښمنانو مخونه به د تل لپاره تور وی او سرلوړی به تل ستا سره مل وی.