اوس مو په سپیو داړی!

 

اوس مو په سپیو داړی! 

 

د ناټو او ائتلاف ځواکونو په بمباریو او ډزو کې د افغانانو د وژلو تر څنګ، اوس امریکاییانو له نوی نوښت څخه کار اخیستی او افغان ماشومان او میرمنې په سپو داړی، تر څو خپله بې رحمی چې د هغوی د "لویدیځ تمدن" یوه برخه ده، افغانانو ته وښیی. امریکایی ځواکونو چې په خپلو روزل شویو سپیو د خوست څو تنه ماشومان او ښځې داړلی، پرته له دې چې د کومې مرجع په وړاندې د مسوولیت احساس وکړی. داسې ښکاری چې دغه سرتیری نور د خلکو له ویشتلو او ډزو څخه ستړی شوی او ورڅخه خوند نه اخلی، له دې کبله د عراق په څیر په افغانستان کې هم د خپلو پوځی عملیاتو په ترڅ کې په نویو تجربو لاس پورې کوی. 

 

کله چې امریکایی سرتیرو پر عراق برید وکړ او هغه هیواد یې ونیو او بیا د ابوغریب زندان رسوایی د نړۍ د ورځپاڼو سرلیکونه جوړ کړل، د سرتیرو په چلند کې کوم ځانګړی بدلون رانغی او د عراقی بیوزلو وګړو وژل، شکنجه او ځورول د پخوا په شان عادی خبره ګڼل کیږی. د ابوغریب زندان کوم انځورونه چې په ورځپاڼو کې خپاره شوی وو، د نورو شکنجو او ویرولو تر څنګ، په سپیو باندې د زندانیانو د داړلو عکسونه هم خپاره شول. له دې کبله ویلی شو چې امریکایی سرتیرو په عراق کې په سپیو باندې د خلکو د داړلو تجربه حاصله کړې او اوس هغه په افغانستان کې پلی کوی. په افغانستان کې د داسې تجربو پلی کول د خلکو په خبره لا د فلم پیل دی. خدای خبر چې دوی به نورې څه ډول تجربې زموږ پر خلکو وکړی، تر څو خپلې موخې لاس ته راوړی.