د شعر ژباړه

  

له ژمنې سره سم دا دی د هغه شعر ژباړه تاسې ته وړاندې کوم چې څه موده مخکې مې په وبلاګ کې ایښی و. که بیا یې تکرار کړم، نه پوهیږم چې شعر د چا دی او شاعر یې څوک دی، خو دومره به درته ووایم چې دغه شعر راته څو کاله پخوا یوه اسپانیایی ملګری په خپل خط لیکلی وم، چې د هغه لیک لا تر اوسه راسره شته. څه موده مخکې مې خپل کاغذونه لټول چې پر دغه شعر مې سترګې ولګیدې او ومې ویل چې راځه له نورو سره یې هم شریک کړه. لاندینی شعر خو زما زیات خوښ دی، ښایی ستاسې هم خوښ شی، ځکه د ښکلا تر څنګ یو لوی مفهوم هم په کې نغښتی دی.  

 

زما د کلی په منځ کې 

یوه کرونده ګر د ځمکې خاوند ته وویل: 

"زموږ ماشومان به له موټی شوی لاسونو سره وزیږول شی" 

خو ملګریه راته ووایه 

که ځمکه د ځمکې د خاوند ده 

ځکه موږ خو هیڅکله هغه لیدلی نه دی چې په قولبې کار وکړی 

زه له خپلې قولبې سره، ځمکه قولبه کوم 

له خپلې قولبې سره 

زه پر ځمکې د بدبختۍ او درد پاڼې لیکم 

زه غواړم چې غږ مې د غرونو څوکو ته ورسیږی 

غواړم چې غږ مې د درو عمق ته ورسیږی 

تر څو کرونده ګر  

د ځمکو خاوندان شی. 

 

 

In the square of my village

Told the peasant to the owner

Our sons will be born with fists arise

But tell me comrade

If these fields belong to the owner

Because we never saw him working with the plough

With my plough, I plough the fields

With my plough

I write pages on the ground of misery and pain

I want my voice go up to the mountains

I want my voice go down to the valleys

To allow the peasants

To own the fields