اسماعیل خان د سپین سترګتوب وروستۍ کچه!

 

اسماعیل خان د سپین سترګتوب وروستۍ کچه! 

 

جهادی قوماندان اسماعیل خان چې د افغانستان د وزیرانو په منځ کې یو تر ټولو نالایق او بې کفایته وزیر ګڼل کیږی، تل وایی چې په دولت کې د مجاهدینو ونډه کمه ده او هغوی ته د پام وړ رول ورکړل شوی نه دی. دغه سپین سترګی وزیر چې د وزارت لیاقت هم نه لری، د همدغې مجاهد کلیمې په زور پر دغې وزارت ډډه وهلې او تر څنګ یې لسګونه نالایقه هراتیان هم په وزارت کې په کار ګومارلی. 

 

دغه جهادی قوماندان چې په خپله د همدغې فاسد او بې کفایته دولت یوه برخه ده، له خبریالانو سره تل د دولت د بې کفایتۍ او د مجاهدینو د لږې ونډې شکایت کوی او پر لویدیځ تور لګوی چې مجاهدین یې له قدرت څخه لیرې کړی، که نه نو "سپیڅلو مجاهدینو" به دغه هیواد "ګل او ګلزار" کړی وای لکه څرنګه چې له 1992 څخه یې تر 1996 پورې وکړ او خلکو ته یې د سر په کاسې کې وینې ورکړې. خلک اوس د "مجاهد" د نوم له اوریدو نه کرکه کوی، د هغوی لیدل خو لا لیره خبره ده، خو یوازې جهادی سپین سترګی دی چې نه شرم لری او نه وجدان او لا تر اوسه خپل ځانونه "امیران"، "قائدان"، "جهادی رهبران" او "فاتحان" ګڼی او په دولت کې پر خپلې ونډې قناعت نه کوی، ځکه د هغوی پاټکونه له منځه تللی او د پخوا په شان امارتونه درلودلی نشی. 

 

څرګنده نه ده چې دغه وزیرګوټی په دولت کې د مجاهدینو د لږې ونډې څخه څه منظور لری. له ولسمشر څخه نیولې تر مرستیالانو، زیاترو وزیرانو، والیانو، ولسوالانو، قوماندانانو او د پارلمان وکیلانو پورې ټول او ټول "مجاهدین" دی او د همدې کار لپاره یې جهاد کړی و. ښایی د وزیرګوټی منظور دا وی چې باید د پخوا په شان ټول دولت د اسلامی جمعیت په منګولو کې وای او هغه په خپله د هیواد ولسمشر وای تر څو زړه یې یخ شوی وای او بیا یې په دولت کې د مجاهدینو د ونډې په هکله خوښی ښودلې وای. 

 

داسې ښکاری چې د دغه وزیرګوټی هیله د پوره کیدو په درشل کې ده، ځکه خلیلزاد یو وار بیا هڅې پیل کړی چې پخوانی "مړه" تنظیمونه بیرته راژوندی کړی او هغوی ته په دولت کې زیاته ونډه ورکړی.