شعر

 

لاندینی شعر په 2005 کال کې د ښه شعر لپاره نوماند شوی و چې د یوه افریقایی هلک لخوا ویل شوی. 

 

  

کله چې نړۍ ته راځم، تور یم

کله چې لوی شم، تور یم

کله چې د لمر لاندې یم، تور یم

کله چې ویریږم، تور یم

کله چې ناروغ یم، تور یم

کله چې مرم، بیا هم تور یم...

او ته، ای سپین پوستکیه!

کله چې نړۍ ته راځې، ګلابی یې

کله چې لوی شې، سپین یې

کله چې د لمر لاندې یې، سور یې

کله چې دې ساړه کیږی، شین یې

کله چې ویریږې، زیړ یې

کله چې ناروغ یې، زرغون یې

کله چې مرې، خړ یې...

او ته ماته وایې: بْرَګ پوستکی؟؟؟