ناټو خپل پوځیان ګرَم نه بولی

 

ناټو خپل پوځیان ګرَم نه بولی

 

د ناټو په بمبارۍ کې ټپی شوی ماشومپه افغانستان کې د ناټو ځواکونو ویاند جنرال مارک لیټی د غیرپوځی وګړو د وژلو په هکله ویلی چې طالبانو زموږ په پرتله دوه چنده غیرپوځی خلک وژلی! دغه جنرال ګومان کوی چې په دغه شان احمقانه خبرو خپل تر مشرۍ لاندې پوځونه بې ګناه ثابتولای شی، خو افغانان اوس پوه شوی چې دغه پوځونه نه د هغوی د ژغورنې لپاره راغلی او نه هم ورسره د افغانانو د سوکالۍ فکر دی؛ هر هیواد زموږ په هیواد کې خپلې ګټې لټوی او یوازې خپلې ګتې ورته مهمې دی او که د ګټو د لاس ته راوړلو په لاره کې د بې شمیره افغانانو وینې هم توی شی، د هغوی پرې څه.

 

د نړیوال سره صلیب په وینا، یوازې د شپږو ورځو په ترڅ کې 250 غیرپوځی خلک یا د ائتلاف ځواکونو په بمبارۍ یا د طالبانو په لاس او یا په ځانمرګی بریدونو کې وژل شوی دی. هغه پوځونه چې ګنې د افغان ولس د "خلاصون" لپاره راغلی وو، اوس د افغانانو په وژنه کې خپل ځان له طالبانو سره پرتله کوی او په دې ویاړی چې کوم غیرپوځی افغانان چې د دوی په لاس وژل شوی دی، شمیره یې د طالبانو په لاس له وژنې نه کمه ده.

 

هره ورځ بمباریو، نیولو، ځورونو، ځانمرګی بریدونو او وژنو خلک پوزې ته رسولی دی. دغو ټولو ناخوالو له هغوی نه لاره ورکه کړې او نه پوهیږی څه وکړی. هغه کسان چې باید دوی یې "ژغورلی" وای، پر دوی بمباری کوی، کورونه یې په کنډوالو بدلوی، ځوانان یې په نښه کوی، سپین ږیرو ته یې سپکاوی کوی، د ماشومانو پر شونډو یې مسکا وچوی، ښځې یې بورې کوی او د ترهګر نوم ورباندې ږدی او که لسګونه بې ګناه افغانان هم ووژنی، بیا د افغانستان د دولت لخوا د پیښې د څیړلو لپاره کمیسیون جوړیږی او کیسه په لاندې ډول پای ته رسوی: طالبانو زموږ په پرتله دوه چنده غیرپوځی خلک وژلی، که چیرې موږ غیرپوځی خلک وژلی وی، موږ د افغانانو نه بخښنه غواړو!