تا رهایی

سیاسی، ټولنیز، کلتوری

تا رهایی

سیاسی، ټولنیز، کلتوری

د اغیار د سترګو خار


د اغیار د سترګو خار


هلمندیان ویرجن دی او لښکرګاه له غمه سر پر زنګون ایښی. صمد روحانیمارجه ماتم نیولی، هرې خوا نارې سورې دی، سترګې اوښلنې او شونډې وچې. هر یو وایی: صمد یې ورژاوه، زموږ ګران صمد یې… های خلکه، صمد ځوانیمرګ شو، پوهیږئ ځوانیمرګ! تاسې د ځوانیمرګ په مانا پوهیږئ؟ زړه مې په درزهار او ساه مې ډوبه ډوبه شوه… لکه چې دا هماغه ګران صمد دی… آی خلکه، دا تاسې څه وایئ؟ صمد؟ نه صمد نه دی… دا به بل څوک وی؟ نه، نه… زه یې منلی نشم. صمد خو همدلته و. هغه ویل چې له کوم چا سره مرکه کوی…. دا هرومرو بل څوک دی، تاسې وګورئ دا به صمد نه وی… یوه چا په ژړا کې وویل: هو، دا هماغه صمد دی چی ځوانیمرګ شوی…. نه، داسې مه وایه اکا، صمد خو ویل چې ژر بیرته راستنیږی، نیازبینه لورکۍ یې ورته سترګې په لار ده، صمد هرومرو راځی…. زویه! صمد نور نه راځی، صمد یې رژولی، صمد د تل لپاره سترګې پټې کړی او نور نه راځی…. سر راباندې په څرخیدو او رڼا ورځ راباندې توره تیاره شوه… ای خدایه! دا څه اورم؟ صمد د تل لپاره ولاړ؟


صمده! دا د کوم غلیم له لاسه ستا خونه ورانه شوه؟ دا د کوم غلیم لښکر و چې ستا پر ځوانۍ یې هم زړه ونه سوځوه؟ ته خو د خپل دردیدلی ولس د سترګو تور وې. ستا سره خو هره شیبه د خپل ملت فکر و. تا خو به هڅه کوله چې د هغوی دردونه، کړاونه او ربړونه د نړۍ غوږونو ته ورسوئ. کله لښکرګاه، ګرمسیر، سنګین او کله به په موسی کلا کې وې. نه دې ورځ پیژنده نه دې شپه. د هلمند په دوړو کې ورک وې او د ولس د ستونزو رپوټونه دې چمتو کول. خو دا هر څه داسې سمدستی ولې راپیښ شول؟


صمده! ستا یاد به نه یوازې د هر هلمندی چې د هر احساس لرونکی افغان په زړه کې د تل لپاره وی. د هیواد د سولې او سوکالۍ دښمنان د ګلانو د پاڼو په رژولو سره د خلکو د پرمختګ مخه نیولی نشی. د تورمخو دښمنانو مخونه به د تل لپاره تور وی او سرلوړی به تل ستا سره مل وی.


نظرات 8 + ارسال نظر

اتل صیب سلامونه او نیکې هیلې
خوشاله یم چې ورځ په ورځ د پښتو وبلاګونو شمېر زیاتېږی او په دې توګه پښتو نړیواله کیږی.
تا رهایی مو مبارک شه پدې هیله چې یوه ورځ وکولای شو ریښتینې رهایی ته ورسېږو او نور مو د صمد په څېر ځوانان د تورو خاورو میلمانه نه شی،
که مو کله بیا په نوښت پېښه کوله نېوکې او وړاندیزونه مه هېروئ.
مخکې له مخکې مننه

قدرمن اتل صاحب سلامونه ! ښاغلى روحانی مې نه پیژانده او نه مې ورسره کتلی وو ؛ خو په خداى مرګ یې دومره غمجن کړى یم لکه خپل سکنى ورور مې چې وی ،‌ د پښتنو زلمیانو وینې نن صبا ډېرې ارزانه شوې دی ، له تانه یوه نړۍ مننه چې یاد یې ژوندى ساتې زموږ او ستاسو له وسه هیڅ نه کیږی بس دعا ګانې به ورته کوو ، خاطرې به یې ژوندۍ ساتو او قاتلانو ته به یې د لوى خداى ج له درباره د شرم او ذلت غوښتنه کوو .

عزیزه سلامونه!
ښه راغلې
ښکلى ویبلاګ دې دى
پالنه ډېره غواړی
بریالى اوسې

ژاله 1387/03/22 ساعت 10:34

سلام دوست عزیز، تصادفاْ به وبلاگ شما سر خوردم. نوشته را خواندم، عالی بود. باور کنید برای صمد روحانی بسیار دلم خفه شد. به قتل رساندن یک جوان چقدر دردآور است. خدا کسی را جوانمرگ نکند.

واک 1387/03/22 ساعت 11:12 http://andeewal.blogsky.com

په هلمند کې ژوند دومره بې اعتباره دی، کله چې یو بل سره روغبړ کوی وایی : ښه دی چې ژوندی دی وینم!

خبرتیا 1387/03/22 ساعت 11:48

مېرمن کلتوری ـ ټولنیز بهیر

خبرتیا

په پام کې ده پنجشنبه د غبرګولی په ۲۳ د سهار له ۹ـ ۱۱ د کابل په زرنګار پارک کې د خوان خبریال صمد روحانی د وژل کېدو په ویر یوه غونډه جوړه شی ، نو له تاسو هیله کوو چې په دغه غونډه کې ګډون وکړئ.
دغه خبرتیا په خپل وار نورو دوستانو ته هم واستوئ.
مننه

هسک 1387/03/22 ساعت 12:30

شاغلی اتل سلامونه
په کار ده چی د داسی گلالی وبلاگ په پیلولو تاسو او حان دوارو ته مبارکی ووایم. په دی هیله چی د خلاصون دا وژمه د نری د گوت گوت انسانانو پر وچو شوندو د هیلو موسکا راوتوکوی.
مننه چی د پرانیستی لیک لوستل مو نه دی هیر کری.

شبنم 1389/12/05 ساعت 22:28

برادر عزیز اتل جان من تصادفا در وب سایت شما برخورد کردم..مطالب بسیار زیبا و با ارزش داشت انشالله که همیشه پر کار کار باشید به امید موفقیعت وطن عزیز از دست جنایتکاران وقاتلان ودزدان
من شبنم فارغ تحصیل رشته انجنیری دانشگاه لاول کانادا
اریا مهد اریایی ها صحفه زیبا دارد بی جا نخواهد بود اگر سر به این صحفه بزنید و مطالب تان را برای عزیزان فیسبوک در مطالعه قرار دهید

برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد