X
تبلیغات
رایتل
1388/01/16

 

                           هغه زما مینه نه وه، خو د چا مینه وه! 

 

طالبانو یوه اولس کلنه نجلۍ په درو وهیتور مخی جاهل طالبان د سوات په ښکلې او ښایسته درې کې یوې اولس کلنې نجلۍ ته په داسې حال کې جزا ورکوی چې شاوخوا خلک راټول شوی. دوه ږیرورو بدشکلو طالبانو د نجلۍ لاس او پښې نیولی او یو بل بې رحمه ناترسه ږیرور شرمښ هغه په دُرې وهی. د دغې صحنې لیدل د انسان زړه دردوی او له سترګو یې اوښکې بهوی، خو طالبان انسانان نه دی، هغوی ږیرور شرمښان دی. د نجلۍ نارې سورې د اسلام د ټیکه دارانو غوږونو ته نه رسیږی، هیڅوک پرې زړه نه سوځی او هیڅوک نشته چې له دې عذابه یې خلاصه کړی. وایم لعنت دې وی د دوی پر اسلام او شریعت. د دغو ږیرورو بنسټپالو اسلام او شریعت د هغوی په پرتوګونو کې دی. هغوی له پرتوګ هاخوا فکر کولای نشی، د دوی دین اصلاً د پرتوګ دین دی او شریعت یې پرتوګی شریعت دی. 

 

د 17 کلنې نجلۍ جرم دا دی چې له محرم پرته له خپل کوره وتلې. د بې غیرته طالبانو یوه تن وویل چې هغوی لا له دې نجلۍ سره ښه چلند کړی، که نه نو جزا یې سنګسار وه!!! د پښتنو په تاریخ کې دا لومړی وار دی چې څو تنه بې ناموسه او جاهله انسانان په داسې ناوړه عمل لاس پورې کوی، تر دې مخکې هیڅکله هیچا زړه نه دی کړی چې د ټولو په وړاندې پر یوې میرمنې لاس پورته کړی، خو طالبان خو د اسلام سپیڅلی سرتیری او د محمدی شریعت اصلی پلی کوونکی دی، هغوی حق لری چې د نامحرمې نجلۍ لاس او پښې ونیسی او د خلکو په وړاندې یې په دُرو ووهی، خو بل "نامحرم" حق نه لری چې له نجلۍ سره چیرې ولاړ شی. 

 

د اسلامی بنسټپالۍ کوم اور چې په افغانستان کې د پاکستان او ایران پلوه اسلامی ګوندونو لخوا بل شوی و او بیا طالبانو لا نور هم تیز کړ، اوس په پاکستان کې لمبې وهی؛ سوات، باجوړ، ملاکنډ، وزیرستان، خیبر او د پاکستان لر او بر د اسلامی بنسټپالۍ په اور کې سوځی. د دغې اور اصلی قربانیان عام وګړی او په ځانګړی توګه پښتانه دی چې ږیرور اسلامی شرمښان د هغوی د جهالت پر اوږو سپاره شوی او ورڅخه د خرو په څیر کار اخلی. 

 

د ږیرورو تورمخو طالبانو شریعت او دین له اوسنۍ نړۍ څخه سلګونه کلونه فاصله لری. د اوسنۍ نړۍ په سیاست او دولت کې هغوی ته ځای ورکول او ورسره جوړجاړی او مصالحه کول له داسې کرغیړن عمل پرته بله پایله درلودلی نشی. دا خو یې لا پیل دی، څرګنده نه ده چې دوی به پر خلکو نورې څه کانې وکړی.