X
تبلیغات
رایتل
1387/05/27

 

 

بیوزلی او لوږه 

 

سترګې یې له اوښکو ډکې شوې او د دې لپاره چې څوک یې اوښکې ونه وینی، مخ یې پټ کړ.  

 

دا د سوات د یوه اوسیدونکی انځور و. هغه د چای پیالې په لاس کې درلودې او د دې پوښتنې په ځواب کې چې څومره تعلیم یې کړې دی، داسې ځواب یې ورکړ: پلار مې را ته وویل چې زویه که تعلیم کوې، نو له ژوند نه دې لاس واخله. ولاړ شه او یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړه چې له لوږې مړه نشو... سواتی ځوان د خپلې بیوزلې کیسې کولې او په پای کې یې وویل چې که زما کورنۍ وس درلودی او ما زده کړه کړې وای، ولې به مې اوس په هوټلونو کې کار کاوه او د خلکو ستوغې سپورې به مې اوریدې، خو زه به پرې نږدم چې ماشومان مې زما په شان برخلیک پیدا کړی، زه به خپل ځان خرڅ کړم، خپل ژوند به په ګرو ورکړم، خو خپلو ماشومانو ته به داسې شرایط چمتو کړم چې لوړې زده کړې وکړی... او چې کله دې خبرې ته راورسید، ستونی یې بند او سترګې یې له اوښکو ډکې شوې... 

 

د دغه سواتی ځوان برخلیک یوه ښه بیلګه ده چې پوه شو، بیوزلی او لوږه تر کومه حده کولای شی د انسانانو د پرمختګ مخه ونیسی. داسې ملیونونه ځوانان شته چې د بېوسۍ له کبله زده کړې کولای نشی او په ښه حالت کې داسې کار ته لاس اچوی چې د ژوند د تیرولو لپاره یو څه پیدا کړی، خو یو شمیر نور ځوانان په ناوړه کړنو لاس پورې کوی او آن د پیسو لپاره غلا ته مخه کوی، انسانان وژنی او له ترهګرو سره یو ځای کیږی. زیاتره کسان د ځوانانو د ناوړه کارونو په علت پسې نه ګرځی، بلکې معلول ته پام کوی چې غیرعلمی او ناسم چلند دی.  

 

تر څو په نړۍ کې مادی نعمات په مساوی ډول ونه ویشل شی او تر هغه وخته چې پانګه وال د نړۍ ټول مادی نعمات په خپل لاس کې لری او ولسونه استثماروی، د بیوزلو دغه برخلیک به هیڅکله بدل نشی.