تا رهایی

سیاسی، ټولنیز، کلتوری

تا رهایی

سیاسی، ټولنیز، کلتوری

دا زما مېنه ده چې ویرجنه ده

 

دا زما مېنه ده چې ویرجنه ده 

 

علینګار ویر نیولی. د میوند دښته د بې وزلو افغانانو په وینو سره شوې. هرې خوا نارې سورې دی او د لغمان په شنو درو کې د چینچڼو شور او مستی نشته. علینګار او علیشنګ د غم اوښکې تویوی. لغمانیان ویرجن دی او ورسره ټول افغانان. هره بانډه او هر کلی مو خپه دی... آخر یودیرش بې ګناه ځوانان مو د بې غیرته غلیم په لاس وژل شوی.  

 

دا خلک ولې د افغانانو د وینو په تویولو نه مړیږی؟ آسمانه ته ښکته راولویږه او ځمکې، ته هر څه زیر او زبر او دا هرڅه ویجاړ کړه. آخر موږ خو هم د ژوند حق لرو. نه راباندې د "دوستانو" زړه سوځوی او نه د دښمنانو. هر یو مو وژنی. یو مو د "دوست" په نوم او بل مو د دښمن په نوم. نه کار لرو، نه ژوند، نه ډوډۍ، نه امنیت او نه هیواد. که هیواد مو درلودلی، ولې به د مزدورۍ لپاره بل هیواد ته تللی او ولې به په داسې بې رحمانه ډول زموږ ځوانان حلال شوی وای او ماغزه یې په مردکو هرې خوا ته شیندل شوی وای، ولې به د هغه پلار سترګې له اوښکو ډکې وای چې دوه زامن یې د مزدورۍ لپاره روان وو او دواړو د تل لپاره هغه یوازې پریښود؟ 

 

آخر ولې؟...

 

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد