تا رهایی

سیاسی، ټولنیز، کلتوری

تا رهایی

سیاسی، ټولنیز، کلتوری

د جګړی ځپلو ماشومانو اکو بکو

 

د جګړی ځپلو ماشومانو اکو بکو 

 

د واک صاحب په اجازه، د هغه په جوړ شوی اکوبکو کی می بدلون راوستی دی:  

 

اکو بکو سرسیندکو

خوب وتښتید د سرتیرو په ترپکو

درخانۍ خوری ته ورته را وځه

چې ورسره سپی دی که ټوپک

دوی ناست په میدان

غشی ولی په دالان

دا دالان څومره نالان دی

اوښکی څاڅی د انسان

په نړۍ کی څومره تږی پاچاهان دی

د دوی سترگی نه مړیږی

د دوی خیټی نه ډکیږی

موږ ولی په کورو کی

موږ تښتو په شیبو کی

د شیبو سپینو کوترو

راځی چی غزا وکو

یا به مړ کو طالب خان یا امریکنیان

د دوی دواړو کوناټو په منځ کی درد دی

غوبل جوړ دی په بوستان

څیری یی کړ راته ګریوان

د موری مړ د زړه بند دی

په شپږمه یی زنکندن دی

ډز غړز شرنگ

ماشومان یی مړه کړه (کړل) په هیبت  

 

دا هم د شعر اصلی ډول  

 

اکو بکو سرسیندکو

غوا مې لاړه په ترپکو

درخانۍ خورې ته ورته راوځه

ستا په لستوڼی کې خواږه دی که ترخه

ورور می ناست په دوکان

غشی ولی په دالان

دا دالان داسې ښایسته دې لکه ستوری د آسمان

آسمان کې یو باچا دی

مونږه ولی په مغزو کې

مونږ پټیږو په شیبو کې

د شیبو سپینو کوترو

راځئ چې غزا وکو

یا به مړ کو رضاخان

یا به راولو جوګۍ

جوګۍ دواړو کوناټو په منځ کې درد دی

ملا ورله راغواړو

په شپږمه یې زنکدن دی

شرنګ شرابت پقیر یې مړ که په هیبت 

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد