تا رهایی

سیاسی، ټولنیز، کلتوری

تا رهایی

سیاسی، ټولنیز، کلتوری

څوک پر چا برید کوی، افغانستان پر پاکستان که برعکس؟!

 

څوک پر چا برید کوی، افغانستان پر پاکستان که برعکس؟!

 

وروسته له هغې چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د پاریس له کنفرانس نه راستون شو، په یوې خبرې ناستې کې یې وویل، نور نو افغانستان د پاکستانی ترهګرو د بریدونو زغم نه لری او هغه به په پاکستان کې د ترهګرانو پر پټنځایونو برید وکړی!! د ولسمشر دغه خبرې په هیواد کې د زیاتو افغانانو له هرکلی سره مخامخ شوې او د هر یوه په خوله وه چې څه وخت به پر پاکستان برید کوو!!

 

د ولسمشر له خبرو څخه لا یوه اونۍ تیره شوې نه وه چې د پولې ها خوا نه د افغانستان په کونړ ولایت برید وشو او بیا هم څو ورځې تیر شوې نه وې چې څو پرله پسې توغندی پر خوست ولګیدل او په ترڅ کې یې څو تنه بې ګناه وګړی ووژل شول او پرون بیا د پاکستان له خوا پر کونړ څو توغندی وورول شول.

 

پر افغانستان باندې د پولې هاخوا نه بریدونه په ډاګه کوی چې دا پاکستان دی چې پر افغانستان باندې د برید کولو توان لری، نه افغانستان؛ ځکه نه افغانستان هومره پیاوړی پوځ لری او نه هومره امکانات. ځینې کسان وایی چې افغانان غیرت لری او لکه څرنګه چې یې روسان په خالی لاسونو وویستل، دا وار به هم د پاکستان شونډک په خاورو کې ولړی! خو دغه کسان لا د هاتی په غوږ کې پراته دی. نه دا د شوروی د یرغل وخت دی چې ټولې نړۍ د شورویانو پر ضد له افغانستان سره مرستې کولې او نه هم تش غیرت په کار راځی. که د غیرت مسئله مطرح وی، آیا منطقی ده چې پاکستانیان بې غیرته وګڼو؟! هر ملت د یرغل پر مهال له خپل هیواد نه دفاع کوی او دا کار افغان او غیرافغان نه غواړی. په دې ترڅ کې تر ټولو مهمه مسئله له پاکستان څخه د امریکا ملاتړ دی. امریکا لا تر اوسه پاکستان ته د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې د اصلی متحد په سترګه ګوری او پر افغانستان هومره باور نه لری، څومره چې پر پاکستان لری. او پایله دا چې امریکا د دې دواړو هیوادونو په وړاندې له دوه مخی سیاست څخه کار اخلی.

 

اوس باید پولې ته نږدې پراته قومونه د افغانستان د ولسمشر د لاپو تاوان ورکړی. نه به افغانستان پر پاکستان برید وکړای شی او نه به خپل وګړی د پاکستان د بریدونو په وړاندې وساتی.

 

نظرات 1 + ارسال نظر

سلام.با موضوع یک فیلم منتظر نظرتم دوست من

برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد