X
تبلیغات
رایتل
1387/09/04

رابرټ فیسک: ویرې یو وار بیا د کندهار پر سړکونو خپل ټغر غوړولی 

 

ژباړه: شفیع اتل 

 

زموږ خبریال پنځه کاله مخکې له خپل وروستی سفر څخه وروسته ګوری چې طالبانو یو وار بیا د خپل معنوی ټاټوبی کنټرول په لاس کې نیولی- او ښوونځی ته د تللو لپاره پر نجونو باندې په آسانۍ تیزاب شیندل کیږی 

 

پنجشنبه، د 2008 د نوامبر 20 

 

هغه نجلۍ چې پر مخ یې تیزاب شیندل شویپه میرویس روغتون کې یوه کوچنۍ نجلۍ بستری ده چې پر مخ یې شین رنګه داغونه او پوستکی یې له منځه تللی. د هغې د مخ حجراتو بد شکله نصواری او شین رنګه بڼه غوره کړې. د دغې نجلۍ تر څنګ یوه بله ښکلې کوچنۍ نجلۍ چې خورۍ حورې(؟) نومیږی، بستری ده. هغې خپله پښه له لاسه ورکړې او له درده پر خپل ځان تاویږی. د هغې ژوند هغه وخت تباه شو، کله چې پښه یې څو ټوټې شوه. په بل وارډ کې دوه نجونې بستری دی، یوې یې خپل لاس له لاسه ورکړی او بله چې 16 کلنه ده، خپله پښه. 

 

 په یوه بل وارډ کې یو ځوان ږیرور پروت دې چې له څیرې څخه ډیر ظالم بریښی. هغه هم له درده کړیږی او ما ته د شک په سترګه ګوری. د هغه پر خیټې د مرمۍ ټپ دی. کله چې ډاکتران پوه شول چې ټپ یې ناو اخیستی، خیټه یې نوره هم ور له شلولې او بخیه یې له ورایه ښکاریدې. دوه نور ږیرور ځوانان هم چې پر اوږو یې پټوګان پراته وو، د دغه ټپی جګړه مار تر څنګ ناست وو. هغوی دواړو داسې ما ته کتل لکه چې زه له مریخ نه راغلی اوسم. ښایی دا ځکه چې زه په کندهار کې یم. په داسې ښار کې چې نوم یې له طالبانو سره تړلی دی، د مریخ اوسیدونکی ښه دی نه لویدیځوال. 

 

تورې لونګۍ هر ځای ښکاری. په همدې توګه شنې برقعې (څادری) هم په هر ځاې کې تر سترګو کیږی چې موږ لویدیځوالو په اعتماد- احمقانه- ډول ګومان کاوه چې له افغانی ټولنې څخه به ورکې شی. خو طالبان ټینګار کوی، هغوی د هغې کوچنۍ نجلۍ پر مخ باندې تیزاب شیندلی نه دی چې د میرویس روغتون په دویم پوړ کې بستری ده. تاسې پوهیږې هغه نجلۍ څه فکر کوی. تاسې پوهیږې د هغې مور او پلار څه فکر کوی. اوس به له هغې نجلۍ سره څوک واده وکړی چې مخ یې له درده راټول شوی؟ څلورو موټرسایکل سپورو پر هغې او د هغې پر 13 نورو ملګرو تیزاب وشیندل چې غوښتل یې ښوونځی ته ولاړې شی. څلور یې دلته راوړل شوې چې دوه یې سمدستی د سترګو ډیپارټمنټ ته واستول شوې. طالبان په دې کار کې هر راز لاس درلودل ردوی، خو هغوی ښایی لاس ولری، همداسې نه ده؟ 

 

خورۍ حوری د سویلی افغانستان د یوه بل درد قربانی ده. د لویدیځ "تمدن" ځواکونه چې غواړی د کندهار بیوزلی او بیسواده ولایت ته "آزادی" او "دموکراسی" راولی، هغه ټاټوبی دی چې ستر سکندر او چنګیزخان ته یې ماته ورکړې. د امریکا هوایی ځواکونو هغه مهال د هغې پر کلی شاه ولی کوټ باندې برید وکړ چې د "ترهګرۍ" پر ضد یې جګړه کوله. مخکې له دې چې زموږ د لویدیځ ټکنالوجی د خورۍ کلی ته د برید لپاره ورسیږی، طالبانو له یوې غونډۍ څخه د ناټو پر ځواکونو توغندی توغولی و. هغې وویل: "ما لاندې وکتل، ومې لیدل چې پښه مې څو ټوټې شوې. هغوې له آسمان او ځمکې نه راغلل. دغه پیښه له غرمې وروسته راپیښه شوه او تر شپې پورې یې دوام وکړ." د نوامبر په پنځمه نیټه په شاه ولی کوټ کې د واده ټول 36 غړی ووژل شول. له دې کبله هغه تر ټولو نیکمرغه ده. خو نیکمرغی نسبی ده. د ناټو ځواکونو د افغانستان په سویل کې ژمنه کړې چې د دغې پیښې په هکله به څیړنې وکړې. ویلو ته یې اړتیا نشته. هیڅ یو لویدیځوال سرتیری د خورۍ روغتون ته تللی نه دی چې هغې ته ووایی، بخښنه غواړو، آن له هغې سره یې هیڅ ډول غمرازی نه ده کړې.  

 

دوو نجونو چې د خپل بدن غړی له لاسه ورکړی، پرته له کوم شک د طالبانو قربانیانې دی. هغوی د کندهار ښار په منځ کې روانې وې چې یوه ځان وژونکی د کندهار ولایتی شورا تر څنګ د تیلو هغه ټانکر والوځاوه چې له چاودیدونکو توکو څخه ډک و. دغه ودانۍ په دولت پورې اړه لری. د دغې برید هدف ولی کرزی د کندهار والی (هغه د کندهار والی نه، بلکې د ولایتی شورا مشر دی-سیدال آزاد) د ولسمشر حامد کرزی ورور و. دا هغه سړی دی چې په ناهیلۍ سره پر خپل ځان د نشه یی توکو د قاچاق کوونکی تور نه منی. هغه ژوندی پاتې شو. شپږ تنه مړه شول. له 45 ټپیانو څخه چې میرویس روغتون ته راوړل شوی وو، تقریباً ټول یې ښځې او ماشومان وو، زیاتره یې له چاودنې وروسته تر دیوالونو لاندې شوی وو. 

 

ډاکترانو له ټپیانو څخه یوازې یو تن له لاسه ورکړ چې د پولیسو افسر و. په داسې حال کې چې د روغتون د مړو شعبې ته دوه مړی راوړل شوی وو، یوه یې میرمن وه. طالبانو په خوشحالۍ سره د هغې چاودنې مسوولیت واخیست چې د هغوی خپل خلک ټوټې ټوټې کوی او دغې کار د ناټو قوماندان، امریکایی جنرال ډیویډ مک کیرنن ته اجازه ورکړه چې د جګړې په هکله ځینې آشنا خبرې وکړی. هغه وویل: "دغه بزدلانه عمل ښیی چې یاغیان واقعاً څومره بېشرمه او بې حیثیته دی. هیڅوک په صادقانه ډول ویلی نشی چې هغوی د خلکو لپاره جګړه کوی…" 

 

خو د کندهار د "خلکو" لپاره څوک "جګړه" کوی؟ د بې ساری اعتبار لپاره د سره صلیب نړیواله کمیټه هر کال میرویس روغتون او د هغې 11 نړیوالو کارکوونکو ته چې په –نه باوریدونکی- توګه ټوله ورځ په کندهار کې کار کوی، د یو ملیون پاونډو مرسته کوی. بله هره انجو د طالبانو له ښار نه تښتیدلې، خو آی سی آر سی له "ټولو ډلو" سره اړیکې لری. دغه موسسه هر چیرې حاضره ده، درمل او د جراحی مرستې چمتو کوی او خلکو ته روحیه ورکوی. هغوی له سویس، فرانسې، ساحل عاج، هنګری، نوی زیلنډ، اسټرالیا او نورو هیوادونو څخه راغلی او په دغه خطرناک ښار کې کار کوی. هر هغه څوک چې لا تر اوسه آی سی آر سی په دویمې نړیوالې جګړې کې د نازیانو د هلوکاسټ په اړه د هغې د کمزوری رول په هکله ملامتوی، باید له هغو میړانو نارینه او میرمنو سره وګوری چې دلته کار کوی.  

 

یوه ماشومه نجلۍ یې روغتون ته راوړله چې شنې جامې یې اغوستې وې. نولاهِنریا چې نرسه ده او د اسټرالیا اوسیدونکې ده، زموږ څخه پوښتنه وکړه: "آیا هغه ښکلې نه ده؟ د هغې هډوکی مات شوی و، خو میکروبی شو. اوس موږ ګورو چې آیا د هغې پښه ژغورلی شو که نه." دغه درې کلنه ماشومه چې شنې سترګې لری او تور پریشان ویښته یې پر مخ لویدلی، پر یخې کانکریټ شوې ځمکې کښینی، موږ ته د شک په سترګه ګوری، په دې پوه شوې چې زموږ د توجه مرکز ګرځیدلې. هغوی د عملیات یا درملنې لپاره اکثراً ناوخته رارسیږی. زیاتره کورنۍ له کلیو څخه داسې وخت رارسیږی چې ماشومان یې د هغوی په غیږ کې د مړینې په حال کې وی. که ورته تواضع ونه وایم، یوه افغان ډاکتر راته په ډیر درد وویل: "موږ بېسواده یو. دغه خلک نه پوهیږی چې پر ماشومانو یې څه شوی او هغوی تر هغه وخته صبر کوی چې کار له کاره تیر شوی وی، نو بیا هیڅ څه نه کیږی." زه یوه کلن نوروزالله ته ګورم. هغه یو سکلیټی موجود ته ورته او له یوه بالښت څخه سپک دی، د هغه سترګې د پوستکی په دایرو کې موږ لټوی.  

 

له ورایه ښکاری چې دغه ماشومان څه تکلیف لری. هغوی له لوږې مری. د کندهار او هلمند په دښتو کې نیمه قحطی ده. په دې سیمه کې سوءتغذیه یو ډول ناروغی ده. په همدې توګه ویره. زه له یوې پیغلې افغانې سره خبرې کوم چې په روغتون کې کار کوی. هغې برقع اغوستې، په پاکستان کې یې زده کړه کړې او په انګلیسی ژبې روانې خبرې کوی. هغې وویل: "زه ویریږم. موږ ټول ویریږو. موږ ټولو ته ګواښ کیږی. یوازې هغوی نه دی ]منظور یې طالبان دی[، بلکې زما خپل خپلوان دی، زما ترور، زما د ترور زوی. زه هغوی ته نه وایم چې زه څه کار کوم. زه بس همدومره ورته وایم چې په یوه روغتون کې کار کوم." 

 

ټول کندهار له یوه ستر خطر سره مخ دی. د حکومت فساد، د ناټو اشغال او د هغوی وژنې. د طالبانو په هکله لږې خبرې کیږی. خو هغه څوک هغه کسان غندی چې جګړه ګټی؟ د طالبانو چارواکی اوس د تاجیکانو، ازبکانو او هزاره ګانو په هکله چې د هغوی د ویروونکې واکمنۍ پر مهال د هغوی قومی دښمنان وو، په مودبانه ډول خبرې کوی. د طالبانو په رګونو کې د ناسیونالیزم تازه وینه پیدا شوې. د سیمې یوه هوښیار اوسیدونکی وویل: "که هغوی د اشغال پر ضد وی، ټول یې اوس ملګری دی. د دې ځای په سلو کې شل اوسیدونکی شیعه دی او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د هغوی جوماتونه د سنیانو په عبادت ځایونو بدل شوی وو. خو اوس شیعیان له خپلو ملایانو څخه پوښته کوی چې که امریکا پر ایران برید وکړ، هغوی باید څه وکړی. د هغوی ملایانو هغوی ته ویلی چې که داسې وشوه، هغوی باید له اسلامی جمهوری نه ملاتړ وکړی او په کندهار کې پر هغو ځایونو برید وکړی چې امریکا او ناټو ته ورڅخه ګټه رسیږی."   

   

. . . 

 

براک اوباما غواړی د مصیبت دغې سیمې ته 7000 نور امریکایی سرتیری واستوی. آیا هغه دومره پوهیږی چې په افغانستان کې څه تیریږی؟ که هغه پوهیدلی، باید 7000 ډاکتران یې استولی وای.