تا رهایی

سیاسی، ټولنیز، کلتوری

تا رهایی

سیاسی، ټولنیز، کلتوری

افغان په اعدام محکوم شو، خو امریکایی عاملان؟

 

افغان په اعدام محکوم شو، خو امریکایی عاملان؟ 

 

 

څه موده مخکې کله چې د شینډنډ په عزیزآباد کې د امریکاییانو په بمبارۍ کې وژل شوی افغان ماشوماند امریکاییانو د بمبارۍ په ترڅ کې له 90 څخه زیات بې ګناه ماشومان، ښځې او نارینه ووژل شول، د افغانستان دولت د هغې پیښې په تور یو افغان وګړی په دې نوم په اعدام محکوم کړی چې امریکایی ځواکونو ته یې ناسم رپوټ ورکړی و! 

 

رښتیا چې د افغانانو وینه څومره کم بیه او بې ارزښته ده. هغه کسان چې باید د پیښې د عاملانو په توګه محکوم شوی وای، پر ځای یې یو افغان چې هغوی ته یې ناسم رپوټ ورکړی و، په اعدام محکومیږی. ولې دغه د "دموکراسۍ راوړونکی" چې د زرګونو افغانانو د وژنې اصلی عاملان دی او هره ورځ د هیواد په ناامنو سیمو کې د افغانانو د وینو په تویولو بوخت دی، هیڅکله نه محکومیږی؟ ولې هیڅوک هغوی ته جزا ورکولای نشی؟ په دې کې شک نشته چې افغان رپوټ ورکوونکی ته باید جزا ورکړل شی، خو په څنګ کې یې هغو کسانو ته هم جزا ورکړل شی چې په پټو سترګو د بې ګناه وګړو په ټول وژنې لاس پورې کوی. 

 

د افغانستان دولت چې د بهرنیو هیوادونو په لاس کې د نانځکې حیثیت لری، د دې لپاره چې د هغوی زړونه خوشحاله کړی او د افغانانو د قهر او کرکې کچه راټیټه کړی، د عزیزآباد د پیښې ناسم رپوټ ورکوونکی ته د اعدام جزا ورکوی، خو هغو امریکایی وسله والو ته چې پر خلکو یې بمباری وکړه او بیا یې ورباندې د مردکیو باران جوړ کړ، برائت ورکوی. 

  

په رښتیا چې که د یوه ملت واګې د پردیو په لاس کې وی، برخلیک به یې همداسې وی. خپل وګړی به یې اعدامیږی او پردیو ته به څوک پورته هم کتلی نشی.  

 

نظرات 1 + ارسال نظر
ماهی سیاه کوچولو 1387/12/14 ساعت 13:58

ببخشید. یه سوالی برام پیش اومده. شما به چه زبانی می نویسید؟
اول فکر کردم کردیه ولی خوندم شما، افغان هستید.

دوست عزیز سلام،
تشکر از این که به وبلاگم سر زده اید. من به هر دو زبان رسمی افغانستان می نویسم که عبارت از دری و پشتو است. پشتون ها که یکی از اقوام را در افغانستان می سازند، به زبان پشتو تکلم می کنند. این زبان لهجه های زیاد دارد، اما در ادبیات و شکل نوشتاری آن اختلاف زیادی وجود ندارد.
از اینکه عنوان ماهی سیاه کوچولوی صمد بهرنگی را انتخاب کرده اید، خوشم آمد.
موفق باشید.

برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد