تا رهایی

سیاسی، ټولنیز، کلتوری

تا رهایی

سیاسی، ټولنیز، کلتوری

دریمه نړۍ، خو هغوی؟

 

دریمه نړۍ، خو هغوی؟ 

 

د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر براک اوباما د نوامبر په څلورمه نیټه د شیکاګو په ګرانټ پارک کې خپلو لورګانو ساشا او ملیه ته وویل: "تاسې دواړه راباندې زیاتې ګرانې یاست. تاسې به نوی پاپی ولرئ چې موږ سره به یو ځای په سپینې ماڼۍ کې واوسیږی." له هغې مودې راپدیخوا دغه خبره د هر چا په خولې ده چې د براک اوباما کورنۍ به څه ډول پاپی یا سپی غوره کړی چې له هغوی سره په سپینې ماڼۍ کې واوسیږی. 

 

د پانګه والو او بیوزلو تر منځ توپیر دا دی چې بیوزلی تل په دې سوچ کې وی چې څرنګه ژوندی پاتې شی. هغوی ته آن د ډوډۍ څرنګوالی هم ارزښت نه لری، خو پانګه وال دا سوچ لری چې څه ډول ژوند وکړی، په کوم ډول موټر کې سپاره شی، څه ډول خواړه وخوری، کوم ځای ته د تفریح لپاره ولاړ شی، سپی یا پاپی یې له کوم نسل او رنګ وی، په کومې سینما، تیاتر، پارک، بڼ، غره او دښتې کې خپل ساعت تیر کړی، څه ډول سکس ولری او څرنګه خپله پانګه نوره هم زیاته کړی، خو دغه ټول پورتنی موارد هغه شیان دی چې بیوزلی یې فکر هم کولای نشی. 

 

براک اوباما په خپله تور دی. هغه ښایی په خپله د تورپوستکو په وړاندې زورزیاتی او ستم په خپلو سترګو لیدلی او په خپله یې تجربه کړی وی. تورپوستکی همدا اوس هم په نړۍ کې تر ټولو زیات د ستم او استثمار لاندې دی. په هماغه امریکا کې لسګونه ملیونه تورپوستکی د سپین پوستکو تر ستم لاندې دی. تور د سپینو په پرتله له کمو مدنی حقوقو څخه برخمن دی، هغوی ته سپکه سترګه کتل کیږی او له یو ملیون څخه زیات تورپوستکی د امریکا په زندانونو کې بندیان دی. د نیواورلیان په ایالت کې د کاترینا توپان ښایی د ټولو په یاد وی. له هغه ځایه چې په نیواورلیان کې تر ټولو زیات تورپوستکی اوسیږی، له دې کبله د امریکا دولت هومره پام ورته ونکړ، څومره چې د سپین پوستکو سیمو ته کوی. نیو اورلیان لا تر اوسه رغول شوی نه دی، خو که دا کوم سپین ایالت وای، ښایی بیارغونې یې یوازې څو میاشتې نیولې وای. 

 

هغوی د سپی د ډول په لټه کې دی، خو د دریمې نړۍ وګړی له سپو بدتر ژوند لری. هغوی په دې نه جوړیږی چې څه ډول سپی له ځانه سره وساتی، کوم ډاکتر ته یې بوځی او کوم ډول خواړه ورکړی، خو د دریمې نړۍ انسانان نه خواړه لری، نه دوا او نه ډاکتر.

  

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد