X
تبلیغات
رایتل
1387/04/02

 

زما د مېنې ماشومان!

 

چا ویل چې که نړیواله ټولنه راشی، هیواد به مو د امریکایی سرتیری لخوا د افغان ماشوم تالاشی کولسمسور او ورنه شین بڼ به جوړ شی، هرې خوا به سوله او سوکالی وی، هر څوک به په خپل کور کې له ویرې او ډار پرته خپلې شپې سبا کوی او زما د مېنې ماشومان به په کلیو، بانډو او ښارونو کې لوبې کوی، خولې به یې له خندا ډکې وی، په یو بل پسې به منډې وهی او د پټ پټونې لوبې به کوی.... خو کیسه څه بل شان وه. نه سوله راغله او نه سوکالی، نه مو بڼونه شنه شول او نه مو د ماشومانو خوله له خندا ډکه شوه. هرې خوا ته د غم او ویر ټغر خپور شو او زما د مېنې ماشومانو د پخوا په شان د سوال لاسونه نورو ته ونیول، سوال خو لا څه کوې چې په وینو کې لت پت شول؛ د کورنۍ د خوشالیو جونګړه پرې ورانه شوه، پر بازارونو وپلورل شول؛ سترګې یې وویستل شوې او پختورګی یې لیلام شول.

 

زما د مېنې ماشومان نه ښوونځی ته ولاړل او نه یې د تفریح مخ ولید. هر څه په غم بدل شول او له ملیاردونو ډالرو څخه ورته یوه مړۍ ډوډۍ هم ونه رسیده. اوس نو د پټ پټونی د لوبې پر ځای باید هره ورځ د بهرنی سرتیرو لخوا ورته دریش وویل شی، د یوه ځوان په څیر لاسونه پورته او تالاشی ورکړی، ټول بدن یې ولټول شی او له جیبه یې د لوبو کاڼی راوځی!!! ښایی ماشومان دې کار ته د لوبې په سترګه وګوری؛ ښایی ماشومان حیران پاتې شی چې ولې دغه سرتیری د هغوی تالاشی اخلی؛ هغوی خو د خوړلو ډوډۍ نه لری، د نورو شیانو پټول خو لا لیرې خبره ده...

 

زما د مېنې معصوم ماشومان لا تر اوسه د دې کار پر اغیزې نه پوهیږی، دغه تالاشی یوازې تالاشی نه، بلکې د هغوې د ماشومې مینې وژل دی، د هغوی پر شونډو د مسکا وچول دی او خپل ځان ګناهکار احساسول دی. ښایې زموږ ماشومان د تل لپاره د سولې فکر له سره وباسی او په خوبونو کې تل تالاشی، جګړه او وژل ووینی...

 

او دا زما د مېنې د ماشومانو برخلیک دی.