تا رهایی

سیاسی، ټولنیز، کلتوری

تا رهایی

سیاسی، ټولنیز، کلتوری

ښاغلی کرزی، اوس نو اوبه له ورخه اوښتی!

 

ښاغلی کرزی، اوس نو اوبه له ورخه اوښتی!

 

ښاغلی کرزی چې د پاریس له غونډې نه په بریالیتوب راستون شوی، همت یې پیدا کړی او پر ځان ډیر ډاډه ښکاری. هغه په یوه خبری کنفرانس کې د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې پر پاکستان باندې د برید تر څنګ وویل چې نور نو هغه وزیران زغملی نشی چې دوه ګونی تابعیت لری، یعنې هم له دې ځایه خوری او هم له هغه ځایه. زموږ خلک یو متل لری چې وایی: خورم او څکم دلته، خو هګۍ د ملاګل په کور کې اچوم. د افغانستان دوه تابعیته وزیران هم ورته کیسه لری. د افغانستان د بیوزلی ولس له پیسو څخه زرګونه ډالره معاش اخلی، خو زړه او فکر یې په بل هیواد کې بند دی.

 

ښاغلی کرزی باید د هماغو لومړیو ورځو نه دغه فکر کړی وای او دوه تابعیته وزیرانو ته یې په خپلې کابینې کې ځای ورکړی نه وای، خو د کرزی هره خبره او هر کار له جوړجاړی سره مل دی. اوس چې د هغه د ولسمشرۍ د مودې پای ته د ګوتو په شمیر ورځې پاتې نه دی، ښایی د هغه دوه تابعیته وزیران د هغه پر دې خبرې ملنډې ووهی او د هغه د نورو خبرو په شان ورنه په آسانۍ تیر شی.

 

 

نظرات 3 + ارسال نظر

سلام دوست گرامی

مشعل با(چراکوچی؟)به روزشده است.

سلام دوست گرامی

مشعل با(چراکوچی؟)به روزشده است.

دی بیچار خو صرف وایی ویل یې خو مفت دی. په ګوړی، ګوړی ویلو خوله نه خوږیږی !؟

برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد